د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد له اړوند ادارو سره د پانګونې په برخه کې د همغږۍ او پانګوالو د راجلبولو په غونډه کې وويل چې موخه يې د پانګوالو او امارت ترمنځ د واټن له منځه وړل، له اړوندو ادارو سره همغږي، د اړيکو پياوړي کول او په هېواد کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته اسانتيا رامنځته کول دي.
د همغږۍ دا غونډه چې نن چهارشنبه(جمادی الاولی ۲۹مه / ليندۍ ۲۲ ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د پانګونې اسانتيا رياست په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د صنعت او سوداګرۍ، ټولګټو، کور او ښارجوړولو، ماليې، زراعت، ټرانسپورټ، هوايي چلند، مخابراتو او معلواتي ټکنالوژۍ، روغتیا، کورنيو چارو، اوبو او انرژۍ وزراتونو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، برېښنا شرکت، ښاروالۍ، د خوړو او درملو ملي ادارې استازو ګډون کړی و.
په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي مير اشرف د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره په کړنلاره کې د اسانتياو رامنځته کول، د پانګونې لپاره د فرصتونو برابرول او په دې برخه کې د ستونزو حل، بازار موندنې او د پانګونې فرصتونو ته د ودې ورکولو په اړه پرزنتيشن وړاندې کړ او په ياده موضوع د ګډونوالو له لوري هر اړخيز بحث وشو.
د غوندې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو لپاره د پانګونې فرصتونو په اړه له هغوی سره د پروژو په اړه د اسلامي امارت پيغام او معلومات شريک کړي او په دې برخه کې به ورته لازمې لارښوونې وکړي، ترڅو په افغانستان کې پانګونې ته وهڅيږي او په دې برخه کې پراختيا رامنځته شي.
په پای کې د پانګونې اسانتيا رئيس وويل چې په هېواد کې د پانګونې زمينه تر بل هر وخت ښه برابره ده او يو زيات شمېر پروژې د تطبيق په حال کې دي او همدارنګه يې کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د پانګونې په برخه کې د لا نورو اسانتياوو برابرو او په دې اړه د همغږۍ نورو غونډو په جوړولو ټينګار وکړ.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، په دعا سره پای ته ورسېده.