د ملي دفاع وزارت لپاره د ۷۴ قلمه درملو د افر پرانیستې غونډه وشوه

د ملي دفاع وزارت لپاره د ۷۴ قلمه درملو د افر پرانیستې غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست له خوا له يو شمېر شرکتونو سره د ملي دفاع وزارت اړوند د ۷۴ قلمه درملو د افر پرانیستي غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه د ( جمادی الاولی ۲۹مه / ليندۍ ۲۲مه ) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې الحاج مولوي محمد اسحق اخندزاده د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د چا حق نه ضايع کېږي او د افر پرانیستې غونډې شفافې دي هغه د اسلامي امارت په استازیتوب ډاډ ورکړ چې هر ځای ستونزه ده امارت یې د حل زمه وار ده.

ښاغلي اخندزاده زياته کړه چې هيوادوالو، شرکتونو او ډاکټرانو څخه مې هیله دا ده چې له خپلو داخلي توليداتو نه ګټه واخلي او په خپلو توليداتو اعتماد او باور وکړي او که له نورو خارجي درملو او توليداتو څخه استفاده کېږي هغه هم بايد با کفيته او مطمئن وي.

په پای کې يې د ملت د چوپړ ژمنتيا وښوده او له هيوادوالو يې وغوښتل چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او هېوادوالو ته د خدمت او کار زمينه برابره کړي.