د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي پولو ستونزې حل په اړه غونډه وشوه

د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي پولو ستونزې حل په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د غزني، زابل او پکتيکا ولايتونو د سرحدي پولو د ستونزې هواري په اړه د کابينې د پرېکړې د تطبيق په موخه غونډه نن سه شنبه «جمادی الاول۲۸مه/ ليندۍ ۲۱» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مقدماتي خبرو کې وويل؛ تر دې وړاندې د ژبې، قوم او سمت په نومونو باندې د افغانانو د وېشل کېدو او اختلافاتو هڅې کېدې، خو اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د يووالي او ستونزو د هوارۍ اراده لري او په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.

نوموړي وويل چې اسلامي امارت د هېواد ټولو قومونو ته په يو نظر ګوري، ټول ولس خپل وروڼه ګڼي د خلکو غوښتنې ته ترجيح ورکوي ترڅو يووالی رامنځته او ټول افغانان په ګډه هېواد ته کار وکړي.

په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی رياست ګمارل شوي تخنيکي پلاوي له لوري چې يادې سيمې ته يې سفر کړی و، خپل ګزارش او معلوماتي يادښتونه‌ وړاندې شول، ورپسې د ولايتونو استازو د موضوع اړوند خپل نظريات شريک کړل.

په پای کې د يادې موضوع د اساسي حل په اړه پرېکړه وشوه چې د زابل او کندهار ولايتونو استازو سره هم غونډه وشي او له هغې وروسته به ياده موضوع د وروستۍ پرېکړې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې شي.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.