د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست په مشرۍ د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، مالیې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، د پانګونې او سوداګرۍ اطاقونو د استازو په ګډون د صادراتي اسنادو د طی مراحل کېدو د یو واحد مرکز جوړېدو په موخه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې نن سه شنبه «جمادي الاول ۲۸مه - لیندۍ ۲۱مه» د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو، ورپسې پر اجنډا بحث وشو.

په پيل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتي چارو رئيس احسان الله فطرت وویل د دې مراکزو د جوړېدو موخه پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرول، د سوداګریزو سندونو په طی مراحل کېدو کې چټکتیا، د اداري فساد، کاغذ پرانۍ مخنيوی او له خصوصي سکتور څخه ملاتړ دی.

له بلې خوا، ګډونوالو د یادې موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري پريزنټیشن وړاندې شو.

په پای کې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئيس انجنیر احمد ضیاء خالد وویل اړوندې ادارې دې د یادې موضوع په اړه د تفاهمنامې پرځای د کار پر توافقنامې کار وکړي، هغه دې توحید کړي او راتلونکې غونډې ته دې د نهایي کېدو په موخه وړاندې کړي.

همدارنګه غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو د کانونو او پټرولیم وزارت دې د یادې موضوع پرمخ وړلو لپاره خپل استازی دې کمېټې ته معرفي کړي.

باید وویل شي چې اوس د صادراتي اسنادو د طی مراحلو مرکزونه د کابل، کندهار او ننګرهار زونونو کې فعاله دي او د نورو زونونو د فعالېدو چارې په پام کې نیول شوې دي.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.