د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن دوشنبه «جمادي الاول ۲۷مه/ لیندۍ ۲۰مه» د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

دغه اونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست او جانبي واحدونو رئيسانو او مسؤلينو پکې ګډون کړی و؛ د قرانکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې د اجنډا له مخې په موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مقدماتي وينا کې په اداري اخلاقو ټينګار وکړ او تر خپل لاس لاندې کارکوونکو او مراجعينو سره يې د ښې رويې او اخلاقو سپارښتنه وکړه.

په دې اداري غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د ټرانسپورټ په برخه کې د اسانتياوو او نظم، د ژمي په رارسېدو د ادارې د جومات پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.