د برښنا شرکت اړوند د سیم، کیبل او ترانسفارمرونو د افر پرانیستې غونډه وشوه
د برښنا شرکت اړوند د سیم، کیبل او ترانسفارمرونو د افر پرانیستې غونډه وشوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست د هلمند برښنا د خاص کجکي د اصلاحي شبکې د ۱۱ قلمه سیم او کیبل او د ۵۴ قلمه ترانسفارمرونو او نورو متفرقه تجهیزاتو افر پرانیسته نن د څو تنو داوطلبانو په ګډون دې اداره کې ترسره کړه.
نن دوشنبه «د جمادي الاول ۲۷مه لیندۍ ۲۰مه» د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د دارالانشاء کمیسیون د تدارکاتي څارنې مرستيال شيخ عبدالرحیم رحیمي له ټولو ګډونوالو شرکتونو څخه مننه وکړه او ورڅخه ويې غوښتل چې خپلو فعالیتونو کې د خلکو ګټه په پام کې ونیسي.
ښاغلي رحیمي همدارنګه زیاته کړه چې په سوداګرۍ کې په ناحقه د خلکو حق خوړل حرام دي او د تدارکاتو ریاست هم د اسلامي نظام پر بنسټ فعالیت کوي چې پکې د خلکو حق نه ضایع کيږي.
په پای کې هغه وویل چې مونږ ټول هېواد او خلکو ته د خدمت کولو لپاره ژمن یو او د افر پرانیستو غونډو کې یې د شرکتونو د ګډون غوښتنه وکړه.