د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست دشهيدانو او معلولينو چارو وزرات په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د نوي الکترونیکي سیستم لپاره د اړتیا وړ د ۲۱ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارکاتو پروژه ( درې لاټه) .
د داوطلبۍ: NPD/MMD/1402/NCB/G-18
بانکي تضمين: په شرط پاڼه کې درج شوی.
د آفرگشایي ناسته: 1402لمريز کال د مرغومي 11 مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
داړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.