د چارو اداري لوی رئيس؛ په مسؤليت کې تخصص او ژمنتيا مهمه ده
د چارو اداري لوی رئيس؛ په مسؤليت کې تخصص او ژمنتيا مهمه ده
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند د ۴۹۷ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموينې پرانستغونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور او يو شمېر نورو مسؤلينو برخه واخيسته.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن شنبه (جمادي الاولی ۲۵مه/ ليندۍ ۱۸ مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نور الحق انور پخپله وینا کې وويل چې د نظام د کارکوونکو لپاره په خپل مسؤليت کې تخصص او تعهد مهم دی، تر څو ورسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه او وفادارۍ سرته ورسوي.
نوموړي همدا راز وويل چې امارتي کارکوونکي له دوو ازموينو تيريږي چې په لومړۍکې يې د مسلکي وړتيا او اهليت ارزونه کيږي او په دوهمه مرحله کې چې عملي چارې پيل کوي نو د ايماني مسؤليت بله ازموینه يې پيل کيږي.
په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزاده نور پخپلو خبرو کې وويل چې اداره يې هڅه کوي چې په حکومتي چارو کې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي او همدا راز د نن ورځې ازموينې ته په اشارې يې وويل چې ازموينه په شفافه توګه اخيستل کيږي او هر څوک کولی شې چې د خپلې وړتيا له مخې په دې ازموینه کې بريا ته ورسيږي.
په غونډه کې د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمر کانديدانو ته د ازموينې له شفافيت څخه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په دې سيستم کې هيڅ ډول واسطه او شناخت نشته، د چا حق نه ضایع کيږي او وړ کدرونو ته به له دې لارې د هېواد د خدمت زمينه برابره شي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور او نورو مسؤلينو د ازموينې له جريان څخه ليدنه وکړه او کانديدانو ته يې د بريا هيله وکړه.
دا مجلس د خير په دعای پای ته ورسېده.