د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست له ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ دې په فلش ډیسک کې له تدارکاتو ریاست او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعملونو او اصولو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان د خپرېدو له نېټې د افر پرانیستې نېټې پورې د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د دارالامان ماڼۍ امنیتي تحکیمات
د داوطلبۍ شمېره: AOP/W/002/1402/NCB
بانکي تضمين: 140,000(یو سلو څلویښت زره افغانۍ)
د افر پرانیستې غونډه: د 1402/10/10 له غرمې مخکې 10:00 بجې
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، د معدن وزارت پخوانی تعمیر، پښتونستان واټ، کابل، افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د قبوليت وړ نه دي.