د خدماتو رئيس؛ افرګشايي د انصاف او عدالت پر بنسټ ترسره کيږي

د خدماتو رئيس؛ افرګشايي د انصاف او عدالت پر بنسټ ترسره کيږي

د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رئيس مولوي نجم الدين واثق د کابل ښار يوولسمې ناحيې پنجصد فاميلي سيمه کې د کابل ښاروالۍ اړوند د ښاري پراختيا پروژې دوهم فاز افرګشايي غونډه کې وويل چې د‌ ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي غونډې د عدل او انصاف پربنسټ ترسره کيږي او له شرکتونو څخه يې وغوښتل چې د ملي تدارکاتو رياست اصول او مقررات په پام کې ونيسي.

د ملي تدارکاتو رياست د يادې پروژې د داوطلبۍ غونډه چې د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ يو شمېر داوطلبانو ګډون کړی و.

د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رئيس د افرګشايي په دې غونډه کې د شرکتونو د استازو د ګډون مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي چارې په شفافه توګه ترسره کوي او اړتيا ده چې شرکتونه هم په صداقت او د تدارکاتو اصولو سره سم خپلې چارې ترسره کړي.

ښاغلي واثق وويل چې شفافيت يوازې د افرګشايي په اصولو کې نه خلاصه کيږي، مګر اسلامي امارت د شرکتونو چارې هم څاري او په دې کې د‌اسلامي امارت او شرکتونو ګټې نغښتې دي.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېد.