د مالیې وزارت نوي ټاکل شوي مرستيالان معرفي شول

د مالیې وزارت نوي ټاکل شوي مرستيالان معرفي شول
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د سمون مرستيال مولوي سیف الدين تائب د ماليې وزارت نوي ټاکل شوي مرستيالان د دې وزارت مسؤلينو او کارمندانو ته معرفي کړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن سه شنبه د (جمادی الاولی ۲۱مه/لیندۍ ۱۴)
د ياد وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې مولوي مفتي عبدالصمد د مالیې وزارت اداري معين او انجينر سلطان محمد زبير د پالسۍ د معين په توګه معرفي شول.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د سمون مرستيال مولوي سيف الدين تائب د يادو مرستيالانو د ټاکنو په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله حکم ولوست او په خپلو خبرو کې يې تازه ټاکل شوي مسؤلين خپلو مسؤليتونو ته متوجه کړل او زياته يې چې د چارو د لا ښه والي په موخه تغير او تبديل په امارت کې يو اصل دی.
ورپسې د ماليې وزارت سرپرست مولوي محمد ناصر اخند د نويو ټاکل شويو مسؤلينو مسؤليت دروند وباله او زياته يې کړه چې بايد خلکو ته په خدماتو کې اسانتياوې او چټکتيا رامنځته کړو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.