د چارو ادارې د دفتر رئيس؛ د علم په واسطه موږ خپل ځان او هېواد جوړولی شو

د چارو ادارې د دفتر رئيس؛ د علم په واسطه موږ خپل ځان او هېواد جوړولی شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوي عبدالباقي منصور «د پروژو مديريت» پنځه ورځني روزنيز پروګرام په وروستۍ غونډه کې وويل چې د علم پراختيا په واسطه کولی شو چې خپل ځان او هېواد جوړ کړو او په وینا يې هغه عصري علوم چې یو هېواد ورته اړتيا لري؛ زده کول يې فرض دي.

په غونډه کې د «سمارټ انجينران شرکت» رئيس انجينر اسدالله اورياخېل چې دغه روزنيز پروګرام د نوموړي په مشرۍ جوړ شوی و؛ وويل چې دا ډول غونډې د کارمندانو په مسلکي پياوړتيا کې مهمې دي او د کارمندانو د مسلکي پياوړتيا په برخه کې يې د چارو ادارې لوی رياست د رهبرۍ هڅې وستايلې.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو د سيمينار موضوعات او درسي مواد ګټور وبلل او د دا ډول نورو روزنيزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه يې وکړه.
بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د پروژو د همغږۍ او څارنې ریاست د روانې مياشتې (ليندۍ) په اتمه نېټه د (پروژو مديريت) تر نامه لاندې پنځه ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل کړ چې د ادارې د بېلابېلو رياستونو څخه ۵۳ تنو انجينرانو او مسلکي کارکوونکو په کې ګډون وکړ او نن يې تصديق پاڼې ترلاسه کړې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.