د قرار داد د ورکړي خبرتیا

د قرار داد د ورکړي خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په استازيتوب په پام کې لري چې د دارالامان قصر څلور لارې څخه د ګل باغ پل په استقامت د کابل- لوګر سرک د چهل دختران سيمې پورې پروژې لومړی لاټ چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1402/W-18/NCB ده، د الاسکا ساختماني او سرک جوړونې او انجينري شرکت ته چې د خوست ولايت مرکز غلام خان سرک، کوچي مارکيټ کې موقعيت لري (188,808,220) د يو سلو اته اتيا ميليونه، اته سوه اته زه، دوه سوه شل افغانيو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري؛ کولای شي د دې اعلان له نشر څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې دې د تدارکاتو د ۵۰ مادې د احکامو مطابق ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کولو وروسته به قرارداد منعقد شي.