کابل کې د روسیې سفارت مستشار له دارالامان تاریخي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه

کابل کې د روسیې سفارت مستشار له دارالامان تاریخي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه

کابل کې د روسیې سفارت ۱۲ تنو ډیپلوماتانو چې مشري یې د دې سفارت مستشار دینیس سبلوف
کوله د دارالامان او تاج بیګ تاریخي ماڼیو څخه کتنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د بهرنیو اړیکو د انسجام مرستيال مفتي شمس الرحمن یادې ماڼۍ د داخلي او بهرنیو سیلانیانو د سیاحت ځایونه وبلل او په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت يې د سيلانيانو لپاره ته یو فرصت وباله.

همدا راز کابل کې د روسیې سفارت مستشار او د دې سفارت ځینو ډیپلوماتانو په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې او د دواړو هیوادونو ترمنځ يې د همکارۍ او کلتوري پراختیا ټینګار وکړ.

د دارالامان تاريخي ماڼۍ چې د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې ده، نوموړي د خپلې پاچاهۍ پرمهال د دوو کلونو لپاره د هېواد چارې له همدې ودانۍ اداره کولې او ټولې حکومتي ادارې په کې فعالې وي.

دا ماڼۍ په ۱۳۴۷ لمريز کال کې د ټولګټو وزارت و چې د برېښنا شاټۍ له امله يې دريم پوړ وسوځېد خو بېرته ورغول شو او وروسته د عدليې وزارت ورڅخه استفاده کوله.

همدا راز په ۱۳۵۵ لمريز کال کې د داود خان د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون د تصويب په اړه لويه جرګه هم په دې ماڼۍ کې ترسره شوې وه.

بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لرې چې د دې ادارې اړوند تاريخي او تفريحي ساحې لکه په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز، ننګرهار کې شاهي ملکيتونه او همدا راز نور ځايونه د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پرمخ پرانیزي.