کابل ښار کې يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

کابل ښار کې يو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تامین ریاست یو باب کور چې د کابل ښار نولسمې ناحیې اړوند پلچرخي سیمه کې موقعیت لري؛ له څېړنې وروسته خپل اصلي څښتن ته وسپاره.

نن پنجشنبه د جمادي الاول ۱۶مه/ لیندۍ ۹مه د تحت تأمين او رفع تأمین مسئول يو تن همکار نثار الله طلحه وویل چې یاد ریاست د سندونو او شواهدو له څېړنې وروسته نن خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.

مولوي محمد خان تره خېل چې د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی او د ياد کور اصلي څښتن دی، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين ریاست څخه مننه وکړه او خپل کور یې د سیمې د اوسیدونکو او مسؤلینو په حضور کې ور وسپارل شو.

د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين ریاست له امنیتي بنسټونو سره په همکارۍ هڅه کوي ترڅو حق حقدار ته وسپاري او د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې یې ۱۲۳ بابه کورونه خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.