د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د موسهي ولسوالۍ له علماوو او قومي مخورو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د موسهي ولسوالۍ له علماوو او قومي مخورو سره وليدل
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس الحاج مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل موسهي ولسوالۍ له علماء کرامو، مسؤلينو او قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل .
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادی الاولی ۱۵مه/لېندۍ ۸مه ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د يادې ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس سره يو لړ ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د يادې ولسوالۍ استازو وويل چې د کابل د نورو ولسواليو په نسبت دا ولسوالۍ وروسته پاتې ده او تېر شل کلن جهاد کې د دې سيمې خلکو ډېرې ستونزې ګاللي چې له امله يې دا ولسوالۍ له پخو سرکونو، روغتون، د اوبو بندونو، سربندونو، ښوونځیو، مدرسو، لوبغالو، ځانګړي ښارګوټي او نورو برخو کې له امتيازاتو بې برخې ده او همدا راز په دې ولسوالۍ کې د سيندونو لپاره استنادي ديوالونو ته اړتيا ده ترڅو د سيمې د خلکو کښتونه له سيلابونو څخه خوندي شي.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د علماء کرامو او قومي مشرانو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې د حل په موخه د اسلامي امارت تر اړونده مقاماتو ورسوي او ټينګار يې وکړ چې اسلامي امارت د ولس د هرې ستونزې د حل په برخه کې همکاري کوي او په وینا يې چې د اسلامي امارت دروازې د ټول ولس پر مخ خلاصې دي؛ هر وخت کولی شي چې خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.