د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوه
د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې غونډه کې وویل هغه پروژې او قراردادونه چې په قانوني او اصولي توګه تطبیق شوي او موثریت یې د اړوندو ادارو له لوري منل شوی وي، په دې برخه کې به د تطبیق کوونکو شرکتونو حقوق ځنډ نشي.
نن چهارشنبه(جمادی الاول۱۵/ لیندۍ ۸ مه) د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې له پنځه ساختماني پروژو، کرایه نیولو او د اداراتو اړتیاو د تدارکاتو په اړه، خپلې موندنې وړاندې کړې او د کمېټې غړو د یادو پروژو په اړه بحث وکړ.
په دې غونډه کې د قرادادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې دارالانشاء د یادو موندنو په پام کې نیولو سره ځانګړي وړاندیزونه د کمېټې رهبري ته وړاندې کړل او په اړه يې د شریعت د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې هغه قراردادونه تفیکيک او تصفیه کوي چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته یې تدارکاتي پروسې او د پیسو ورکړه معطل شوې وه.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک دارالانشاء د غړو وړاندیزونه او نظرونه دې د قراردادونو او پروژو په اړه تعقیب او یو هیئت دې د پروژو او اجناسو د هراړخیزې بررسۍ په موخه وټاکل شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه ترڅو پاتې قراردادونه دې ډلبندي شي او هغه پروژې چې د قرارداد مطابق دي او له مؤثریت یې اړونده ادارې تائیدوي، تفکیک او تصفیه شي او حقوق یې ضایع نه شي.
یاده غونډه چې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.