د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په استازيتوب په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب له کوټه سنګي څخه تر دهمزنګ پورې د (3226) مترو په اندازه د سرک جوړونې چارې چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1402/W-011/NCB/REBID ده، د پسران محمد نعيم انجينري او سرک جوړونې شرکت ته چې د کابل ښار شير پور سيمې څلورمه کوڅه کې موقعيت لري، په مجموعي توګه (232,638,565) دوه سوه دوه ديرش ميليونه، شپږ سوه اته ديرش زره، پنځه سوه پنځه شپېته افغانيو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه کوم اعتراض ولري، کولای شي د تدارکاتو د اصولو د پنځوسمې مادې مطابق د دې اعلان له خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په ليکلې بڼه له ټولو دلایلو ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه اطلاعیه د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کېدو په صورت کې به قرارداد منعقد شي.