د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت په استازيتوب په پام کې لري چې د ملي دفاع وزارت اړوند روغتيايي مرکزونو لپاره د اړتيا وړ ۲۰۵ قلمه ريجنت لابراتواري موادو چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MoD/1402/NCB/G-013 ده، د ارين پکتين سهار لميټيډ شرکت ته چې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز د خوست لين مومن مارکېټ کې موقعيت لري د (49،418،361) نهه څلوېښت ميليونه، څلور سوه اتلس زره، درې سوه يو شپېته افغانيو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري؛ کولای شي د دې اعلان له نشر څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې دې د تدارکاتو د ۵۰ مادې د احکامو مطابق ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کولو وروسته به قرارداد منعقد شي.