د لسمې او يوولسمې ناحيې استازي؛ د اسلامي امارت دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو يو
د لسمې او يوولسمې ناحيې استازي؛ د اسلامي امارت دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو يو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس الحاج مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار لسمې او يوولسمې ناحيو علماء کرامو، قومي مشرانو او استازو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وکتل.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (جمادی الاولی ۱۴مه/ليندۍ ۷)د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د يادو ناحيو استازو له اجنډا سره سم خبرې وکړې او ويې ويل چې اسلامي امارت يې د تن او بچيو په وينو راغلی او د دفاع لپاره يې هر ډول قربانۍ ته تيار يو. او په وينا يې چې له اسلامي امارت سره به د نظام په ټولو برخو کې همکاري او ملاتړ کوو.
په دې ناسته کې د يادو ناحيو استازو يو شمېر ستونزې لکه په جوماتونو کې د برېښنا، اوداسه ځايونو، د مؤذنينو او خادمانو او ځينو جوماتونو کې د ملا امامانو لپاره د معياري کورونو نشتون د خپلو سيمو اساسي ستونزې يادې کړې او د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو له رئيس څخه یې وغوښتل تر څو يې ستونزو ته د حل په برخه کې همکاري وکړي.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د علماء کرامو او استازو ستونزې واورېدې او پخپلو خبرو کې يې وویل؛ زمونږ او تاسو ناستې او مجلسونه به تشريفاتي نه وي مګر ستاسو ستونزو ته د رسېدنې لپاره پوره هڅه کوو، ترڅو د اړونده مقاماتو ته ستونزې د حل په موخه وړاندې کړو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.