دوه نيم جريبه ځمکه خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه

دوه نيم جريبه ځمکه خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري نن سه شنبه ( جمادی الاولی ۱۴مه/ ليندۍ ۷مه) د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند شش درک سيمه کې دوه نيم جريبه ځمکه خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه.

د ياد رياست د تحت تأمين او رفع تأمين يو تن مسؤل نثارالله طلحه وويل چې ياده ځمکه له څېړنو وروسته نن خپل اصلي مالک ته تسليم شوه.

رحمت الله د لاجمير زوی چې د ننګرهار ولايت اصلي اوسېدونکی دی، ياده ځمکه ورته د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له لوري وسپارل شوه او نوموړي له اسلامي امارت څخه مننه وکړه.

بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له امنيتي بنسټونو سره په ګډه خپل حقدار ته د حق سپارلو په موخه هڅه کوي چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته هېواد کې د غصب شويو ځمکو او کورونو د بېرته راګرځولو لپاره د خلکو عرېضو ته رسېدنه وکړي.