مولوي محمد صابر معتصم بالله : په اطاعت کې ستر حکمت دی

مولوي محمد صابر معتصم بالله : په اطاعت کې ستر حکمت دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د مالي او ادارې چارو مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله د اسلامي د امارت د تشکیلاتو بیاکتنې، اصلاحاتو او کادري چارو رئيس د معرفي په مراسمو کې وويل موږ مکلف يو چې د الله جل جلاله او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه چا چې د چارو اختيار لري اطاعت وکړو، په دغه اطاعت کې ستر حکمت دی.

د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د حکم په اساس مولوي حسام الدين د چارو ادارې لوی رياست د امارت د تشکیلاتو د بیاکتنې، اصلاحاتو او کادري چارو رئیس په توګه وټاکل شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن دوشنبه ( جمادی الاولی ۱۳مه / لیندۍ ۶مه ) جوړ شوي وو د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال له لوري نوموړی ددې ادارې مسؤلينو ته ور پېژندل شو.
مولوي محمد صابر معتصم بالله د امارت د تشکیلاتو د بیاکتنې، اصلاحاتو او د کادري چارو نوي ګمارل شوي رئيس يو تجربه لرونکی شخصيت وباله او له الله جل جلاله څخه يې ورته د برياليتوب او سر لوړي غوښتنه وکړه.

بايد وويل شي چې مولوي حسام الدين صابري له دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې د کانونو پټروليم او عامې روغتيا وزراتونو په رهبرۍ کې دندې ترسره کړي.