يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د پلټنې او تحت تأمين رياست يو باب کور چې د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند وزير محمد اکبرخان سيمه کې موقعيت لري؛ نن يکشنبه(جمادی الاولی ۱۲مه / ليندۍ ۵مه) له پلټنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

د ياد رياست د تحت تأمين او رفع تأمين يو تن مسؤل مولوي محمدشفيق حقاني وويل چې ياد رياست د اسنادو او شواهدو وروسته نن ورځ يو باب کور خپل اصلي مالک ته تسليم کړ.

د کور اصلي خاوند (عبدالحق د محمد علي زوی) چې د خوست ولايت اصلي اوسېدونکی دی، د کور بېرته سپارلو له امله يې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له هڅو مننه وکړه.

دا کور د لسمې ناحيې د ګذر وکيل او امنيتي مسؤلينو په حضور کې يې ورته وسپارل شو.

د اسلامي امارت د چاروادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ او هڅې کوي ترڅو حق خپل حقدار ته ورسوي او د اسلامې امارت تر بيا حاکمېدو يې ۱۲۲ بابه کورونو بررسۍ کړي او اصلي مالکينو ته يې سپارلي.