د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه اداري غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست اونیزه اداري غونډه ترسره شوه
نن شنبه د جمادي الاول ۱۱مه لیندۍ ۴مه د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ او د دې ادارې د جانبي ادارو بېلابېلو ریاستونو رئیسانو په ګډون غونډه وشوه.
اداري غونډه کې شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل "د خدای تعالی ج آزموینه هغه وخت پیل کېږي چې وسایل او امکانات د هغوی په اختیار کې وي او له همدې وجې مسئولین په اسلامي امارت کې له آزموینې سره مخ دي او باید یاد فرصتونه د الله ج د رضا او خلکو ته د خدمت کولو لپاره غنیمت وګڼي"
دې ناسته کې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د مسودې د تعدیل طرحې، د چارو ادارې د بشري سرچینو مواردو ته د رسیدګۍ او د تخنیک او ترانسپورت ریاست ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره بحث وشو.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه چې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ طرحه ترتیب او له مشخص شوې کمېټې سره شریکه شي او یاده کمېټه دې هم ترتیب کې همکاري وکړي.
دا اداري غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.