یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست د کابل ښار پنځمې ناحیې خوشحال خان سیمه کې یو باب اپارتمان له بررسۍ وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.
نن شنبه د جمادي الاول ۱۱مه لیندۍ ۴مه د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست د بررسۍ هیئت غړي مولوي حیات الله مخلص وویل چې یاد ریاست له څېړنې وروسته یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپاره.
سلیم شاه د ګلستان زوی چې د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی او ددې اپارتمان اصلي مالک دی د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او د خوشحال خان بلاکونو د ساتنې او څارنې مدیر او نورو مسئولینو په حضور کې خپل اپارتمان تسلیم شو.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست له امنیتي مسئولینو سره په همغږۍ هڅه کړې ترڅو حق حقدار ته ورسوي او د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې تر ۱۲۱ بابه کورونه خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.