قاري عبدالولي صديقي؛ اسلامي نظام کې د چا حق نه ضايع کيږي

قاري عبدالولي صديقي؛ اسلامي نظام کې د چا حق نه ضايع کيږي
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تداکارتو رياست د کابل ښاروالۍ او افغانستان برښنا شرکت اړوند د درې پروژو د افرګشايي غونډه چې د دې رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د ګڼ شمير داوطلبانو په ګډون کې ترسره شوه.
د افرګشايي په دې غونډه کې چې نن شبنه (جمادی الاول ۱۱مه/ ليندۍ ۴مه) جوړه شوې وه، د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي هم حضور درلود، چې په کې د پل سوخته څخه د جمهوريت څلور لارې پورې د سرک جوړولو، د قعله شانان او قعله زمان خان سرک د کابل- جلال اباد سرک سره نښلول، د کابل ښاروالۍ اړوند د جوزجان ولايت اقچه ولسوالۍ کې د برق سب سټيشن پروژې لپاره د تجهيزاتو تدارکات چې د افغانستان برښنا شرکت اړوند دي؛ پروژې شاملې وې.
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس د شرکتونو له مسؤلينو څخه په داوطلبۍ کې د ګډون له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ملي تدارکاتو رياست د افرګشايي غونډې په شفاف او عادلانه توګه ترسره کيږي او په اسلامي امارت کې د هيچا حق نه ضايع کيږي.
ښاغلي صديقي وويل؛ دا زموږ د ټولو مسؤليت دی چې د بيت المال ساتنه وکړو، ترڅو ضايع نشي او له شرکتونو څخه يې وغوښتل چې خپل فعاليتونه په صادقانه توګه سرته ورسوي او له فريب څخه ځانونه وساتي، نوموړي زياته کړه چې د اسلامي نظام په پروژو کې بايد شخصي ګټې کمې په نظر کې ونيول شي چې الله تعالی به يې پخپل برکت زيات کړي.
په پای کې قاري عبدالولي صديقي وويل؛ د پروژو تر پای ته رسولو دې شرکتونه له ملي تدارکاتو سره همکاري وکړي او ډاډ يې ورکړ چې په تدارکاتي فعاليتونو کې به د هيچا حقوق ضايع نشي.