د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سر تړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د افغانستان برښنا شرکت (۳ لاټ) د MTU,CAT, او CUMMINS د ډيزلي جنراتورونو لپاره د پرزه جاتو، فلټرباب، روغنياتو د اړتيا وړ پروژه.
د داوطلبۍ شمېره:NPD/DABS/Operation/1402/NCB/G-002
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې د درج شوي مبلغ له مخې
د افرګشايي غونډه: د ۱۴۰۲ لمريز کال د ليندۍ ۲۵ مه، له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې.
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک ادرس: : npd.bidding2@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.