شیخ عبدالرحیم رحیمي: د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کيږي

شیخ عبدالرحیم رحیمي: د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کيږي
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت اړوند د قطعاتو، مرکزي جزوتامونو او ساحوي قول اردوګانو لپاره د ۲قلمه ډیزل او پترول تیلو د افر پرانیستې غونډه د يو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره کړه.

نن پنجشنبه (د جمادي الاول نهمه - لیندۍ دویمه)د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست د دارالانشاء کمیسیون او تدارکاتي نظارت معاون عبدالرحیم رحیمي د افر پرانیستې غونډه کې د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افر پرانیستې غونډې په شفافه او عادلانه توګه ترسره کېږي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې د ملي تدارکاتو ریاست فعالیتونو کې صداقت او شفافیت موجود دی او له شرکتونو یې وغوښتل ترڅو خپلو اړوندو پروژو کې له پوره اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.