د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د قره باغ ولسوالۍ استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د قره باغ ولسوالۍ استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل قره باغ ولسوالۍ له استازو سره په ناسته کې د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او مشکلات واورېدل.
په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادی الاولی ۸ مه / لیندۍ لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د قره باغ ولسوالۍ علماء کرامو او قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي نظام د قيام او لويو ملي پروژو د پيل په اړه خوښي وښوده او د حکومتولۍ په برخه کې يې د اسلامي امارت پرېکنده ګامونه وستايل.

همدا راز د قرباغ ولسوالۍ استازو د دې ولسوالۍ بازار د جامع مسجد نیمګړې پروژې بشپړولو، روغتيايي خدماتو پراختيا، اوبو، برېښنا، سرکونو، بېلابېلې ستونزې او مدرسو، انسټيټيوټ او ښوونځيو کې د استادانو د ستونزو حل غوښتنه وکړه.
دوی وويل چې اسلامي امارت په نظامي او سياسي ډګر کې خپلواک شو؛ خو په وينا يې چې په فکري او ښوونيز ډګر کې لاهم ډېر کار ته اړتيا ده چې بايد ځوان قشر په اسلامي او ملي روحيه وروزل شي.
د فرهنکي او ټولنيزو چارو رئيس د قره باغ ولسوالۍ استازو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې د حل لپاره د اسلامي امارت له مقاماتو سره شريک کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.