د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس د کابل ښار اتمې او نهمې ناحیو له استازو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس د کابل ښار اتمې او نهمې ناحیو له استازو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار اتمې او نهمې ناحيو له علماء کرامو او قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وکتل.

دغه غونډه نن سه شنبه(جمادی الاولی ۷ مه/لړم ۳۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په کې د يادو ناحيو علماء کرامو او مخورو په خپلو خبرو کې د يادو ناحيو، جوماتونو او مدرسو په اړه شته ستونزې او وړاندیزونه د فرهنګي او ټولنیزو چارو له رئيس سره شريک کړل.

ښاغلي اخندزاده د يادو ناحیو علماء کرامو او قومي مشرانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې ستونزي او وړانديزونه به یې د حل په موخه د اسلامي امارت له مسؤلو مقاماتو سره شريکې کړي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.