یو اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د څېړنې او تحت تامین ریاست له لوري یو اپارتمان چې د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند خواجه رواش ښارګوټي کې موقعیت لري، له څېړنو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

نن يکشنبه «جمادي الاول ۵مه/لیندۍ ۲۸مه» د جایدادونو او منازلو د څېړنې او تحت تامین ریاست یو تن مسؤل مولوي لعل محمد برهاني د کور د تسليمي پرمهال وویل، یو بل اپارتمان هم خپل اصلي خاوند ته تسلیم شو.

عبدالحکيم حيدري چې د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی دی؛ د چارو ادارې لوی د جايدادونو او منازلو د تحت تامین ریاست له هڅو مننه وکړه او د ياد ښارګوټي د شپاړلسم وي ايي پي بلاک د ګذر وکیل او پنځلسمې امنيتي حوزې د مسئولینو په حضور کې یې اپارتمان ور تسلیم شو.

د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تامین او بررسۍ ریاست له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي تر څو حق حقدار ته ورسېږی او د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې یې شاوخوا ۱۱۸ کورونه خپلو اصلي مالکانو ته ورسپارلي دي.