د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن شنبه (جمادی الاول ۴مه/۲۷مه) د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ ترسره شوه.

دا اونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه.

ورپسې ښاغلي مولوي محمد صابر معتصم بالله پخپلو مقدماتي خبرو کې مسؤلينو ته د چارو د ښه ترسره کېدو په اړه د ورسپارل شویو مسؤليتونو په ښه توګه سرته رسولو سپارښتنه وکړه.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست اړوند يو شمېر شرکتونو د نيمګړو پروژو د چارو او حسابونو خلاصون او د ادارې د مسؤلينو او کارکوونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.