مولوي سيف الدين تائب؛ د اسلامي امارت د بريا راز په اطاعت کې ده

مولوي سيف الدين تائب؛ د اسلامي امارت د بريا راز په اطاعت کې ده

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست د نظامي مرستيال د پېژندنې غونډه کې ګډون وکړ.

مولوي نورالله نوري چې تر دې وړاندې د پکتيا د علماوو شورا مرستيال و، څو ورځې وړاندې د اميرالمؤمنين د حکم په اساس د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوی رياست د نظامي مرستيال په توګه وټاکل شو چې نن شنبه «جمادی الاول ۴مه/ لړم ۲۷م» د يوې غونډې په ترڅ کې چې ددې رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، مسؤلينو او کارمندانو ته وروپېژندل شو.

په غونډه کې مولوي سيف الدين تائب د نوموړي د ټاکنې په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله حکم ولوست او پخپلو خبرو کې يې د اسلامي امارت بريا د مشرتابه مطلق اطاعت وباله او زياته يې کړه چې په دې لاره کې د تېر شل کلن جهاد پر مهال مجاهدينو هر ډول سختۍ وزغملې.
نوموړي وويل چې د نظام استحکام په تعهد او ژمنتيا کې ده او لکه څنګه چې د جهاد په سنګر کې تعهد او ژمنتيا وه، همدا ډول د نظام په پياوړتيا او بقا کې هم ژمنتيا مهمه ده.

دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.