د چارو ادارې لوی رياست د دوو نويو ټاکل شويو مرستيالانو د معرفۍ غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د دوو نويو ټاکل شويو مرستيالانو د معرفۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم په اساس ټاکل شوي د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ او امارت چارو د انسجام مرستيالان او درې تنه رئيسان معرفي شول.
په دې اړه جوړې شوه غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل افغانستان کې قايم اسلامي نظام د الله تعالی نعمت دی او د دې لپاره افغانانو ډېره قرباني ورکړې ده.
ښاغلي انور وويل اسلامي نظام کې په هغه شخص اعتماد کيږي چې د مسؤليت ورسپارلو په اړه د اسلامي شريعت په اصولو سره برابر وي نو د مشرتابه له لوري ټاکل کيږي.
نوموړي وويل چې اوس د تېرو وختونو په څېر په هېواد کې د قوم، سمت او خيلونو په نامه جنجالونه نشته مګر دلته د امنیت، اقتصاد، سياست او ټولنيزو برخو کې د پرمختګ او سمون لپاره اقدامات کيږي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب د اسلامي امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په نوموړي يې باور کړی دی او د خپل مسؤليت د ښه سرته رسولو ژمنه يې وکړه.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني هم وينا وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي نظام ته کار کول زموږ مسؤليت دی او په وينا يې چې هڅه به کوو چې خپل راسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه اداء کړو.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خیر په دعا پای ته ورسېده.