د قوش تیپې کانال د پروژې تطبیق او د مدیریت توافقنامې د بررسۍ غونډه وشوه

د قوش تیپې کانال د پروژې تطبیق او د مدیریت توافقنامې د بررسۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست، د اوبو او انرژي وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، اقتصاد او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د قوش تیپې کانال د پروژې د تطبیق او د مدیریت د توافقنامې د بررسۍ په موخه غونډه جوړه شوه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه (جمادي الاول لومړۍ/ لیندۍ ۲۴مه) د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ جوړه شوې وه پکې‌ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو معین مولوي باز محمد فیضان او د اړوندو ادارو د ذیدخلو با صلاحیته استازو ګډون کړی او د اجنډا له مخې په موضوع بحث وشو.

د چارو ادارې مالي او ادارې معاون وویل د قوش تیپې کانال د افغانستان اسلامي امارت یو له مهمو اولویتونو څخه دی چې د دې د تطبیق لپاره اړوندې ادارې مکلفې دي تر څو خپل مسؤلیتونه له يو بل سره په همغږۍ او همکارۍ سرته ورسوي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د قوش تیپې کانال د افغانستان د پرمختګ يو فرصت دی او په همدې لحاظ يې چارې په پوره اخلاص او صداقت سره پرمخ وړل کېږي.

د غونډې ګډونوالو توافقنامه کې د شته موادو د نهایي کولو لپاره خپل تخنیکي او مسلکي نظريات شریک کړل او په همدې اړه بحث وشو.

باید وویل شي چې د قوش تیپې کانال اوبه د امو سیند څخه اخیستل کېږي او طول یې ۲۳۶ کیلو متره په پام کې نیول شوی دی، چې د بلخ د کلدار ولسوالۍ څخه پيل تر حیرتان دښتې، مزارشریف سړک، دولت اباد ولسوالۍ، د جوزجان د اقچې ولسوالۍ او په پای کې د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.