«افغان ټيلي کام امارتي شرکت دې د لاښو خدماتو لپاره تقویه کړل شي»

«افغان ټيلي کام امارتي شرکت دې د لاښو خدماتو لپاره تقویه کړل شي»

د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب د افغان ټيلي کام د پورونو د ورکړې په غونډه کې وویل چې د افغان ټيلي کام او نورې امارتي ادارې بايد تر منځ همغږي وي، د محاسباتو سیستم دقیق وي او هغه ادارې چې له افغان ټيلي کام شرکت څخه پوروړي دي؛ باید په خپل وخت یې اداء کړي.

نن چهارشنبه د (جمادی الاول لومړۍ- لیندۍ ۲۴مه) د کابینې د (۶)‌غونډې مصوبې د تحقق په موخه، له فتحې وروسته د افغان ټيلي کام شرکت د پورونو د ورکړې لپاره چې ۲۹ وزارتونه او امارتي ادارې ترې پوروړې دي د چارو ادارې لوی ریاست په تالار کې غونډه وشوه؛ د نظارت او ارزیابۍ ریاست څېړنې ښيي چې تر ۶۰۰ میلیونه افغانۍ بېلا بېلې امارتي ادارې له افغان ټيلي کام شرکت څخه پوروړي دي.

په دې ناسته کې د يو شمېر ادارو استازو وویل چې خپل پورونه یې اداء کړي دي او ځینو نورو یې د اداء کولو ډاډ ورکړ.

همدا راز د افغان ټيلي کام شرکت استازي وويل چې که امارتي ادارې خپل پورونه پر وخت اداء نکړي نو افغان ټيلي کام شرکت په دوامداره توګه نشي کولی دوی ته خدمات وړاندې کړي.

په پای کې د نظارت او پالیسۍ مرستیال تاکید وکړ چې وزارتونه او ادارې دې د خپلو پورونو په ورکړه کې هڅه وکړي او راپور دې له دلایلو سره وړاندې کړي.

په‌ غونډه کې پرېکړه وشوه چې وزارتونه او ادارې دې له افغان ټيلي کام شرکت سره خپل حسابونه تصفیه او راپور دې وړاندې کړي تر څو د کابینې د (۶) شمېرې مصوبې له مخې یې راپور ریاست الوزراء ته وړاندې شي.

دا غونډه چې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.