د ښاروالیو چارو د سمون لوی رياست نوی رئيس معرفي شو

د ښاروالیو چارو د سمون لوی رياست نوی رئيس معرفي شو

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست رئيس د دغه رياست په تالار کې د ياد رياست مسؤلينو او کارکوونکو ته په داسې حال کې ور وپېژندل شو چې د چارو ادارې لوی رياست يو شمېر مسؤلينو هم ګډون درلود.

دغه غونډه نن چهارشنبه د ( جمادی الاولی لومړۍ/ د لړم ۲۴مه) جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په مبارکو ايتونو وشو او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوی عبدالباقي منصور پخپله وينا کې مسؤليت امتياز نه مګر يو ازمېښت وباله او زياته يې کړه چې موږ بايد هڅه وکړو چې په دې ازموينه کې بريا ترلاسه کړو او خپل مسؤليت په ښه توګه سرته ورسوو.

ورپسې د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست د عملياتي چارو رئيس عبدالحسيب جبارخېل د ښاروالیو چارو د سمون لوی رياست د نوي رئيس عبدالقاهر فيروز د ټاکنې په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله حکم ولوست او نوموړي ته يې په ښه توګه د خپل مسؤليت اداء کولو هيله‌ وکړه.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.