د کلکانو ولسوالۍ استازي؛ اسلامي امارت مو خپل نظام دی او ملاتړ يې کوو

د کلکانو ولسوالۍ استازي؛ اسلامي امارت مو خپل نظام دی او ملاتړ يې کوو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوی محمد اسحق اخندزاده د کلکانو ولسوالۍ له استازو، علماوو او ګذر له وکیلانو سره وکتل.

په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادی الاول لومړۍ/لړم ۲۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د اجنډا له مخې مجلس ترسره شو.

د یادې ولسوالۍ استازو او علماو د اسلامي امارت له منسوبینو او مسؤلینو له مهربانۍ او امنيت ټينګښت څخه خوښي وښوده او اسلامي امارت سره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادې ولسوالۍ استازو او علماوو د ښوونځيو او مدرسو د ودانيو د‌ جوړښت، روغتون، اوبو او برېښنا او کرنې په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې که کروندو ته يې په وخت اوبه برابرې نشي نو کروندې به يې وچې شي او خلک به له ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي اخندزاده د دې ولسوالۍ د استازو او علماو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې او وړاندیزونه به يې د حل لپاره د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.