د تدارکاتو د افر پرانیستې کمیټه: د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کیږي

د تدارکاتو د افر پرانیستې کمیټه: د افر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کیږي
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو ریاست د محرومیت کمېټې امر مولوي محمد اعظم شعیب د خیرخانې سړک د ساختماني چارو پروژې د افر پرانیستې غونډه کې داوطلبانو ته وویل چې د ملي تدارکاتو دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او د اصولو او مقرراتو په نظر کې نیولو سره به له شته فرصت څخه ګټه پورته شي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن (سه شنبه د ربیع الثاني ۳۰مه/لیندۍ ۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ اړوند د خیرخانې کوتل د سرک د ساختماني چارو د دویم لاټ پروژې افر پرانیسته د یو شمېر داوطلبانو په حضور کې د دې ادارې په تالار کې ترسره کړه.

غونډه کې د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست د محرومیت کمیټې آمر د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل د ملي تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې غونډې په شفافه توګه ترسره کوي او د تدارکاتي مراحلو تر اخره به ورسره همکاري وي.

غونډه کې ښاغلي شعیب له امارتي ادارو سره د خصوصي بنسټونو سره همکاري اړینه وبلله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه یې د پروژو په برخه په سمه توګه ترسره کړي.

دغه غونډه چې د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.