د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار شپږمې او اوومې ناحيو استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار شپږمې او اوومې ناحيو استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د کابل ښار شپږمې او اوومې ناحيو علماء کرامو، قومي مشرانو او ګذر وکيلانو چارو سره وليدل.

دغه غونډه چې نن سه شنبه «ربیع الثانی ۳۰ مه/ تلې ۲۳ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د يادو ناحيو علماء کرامو او مخورو له اسلامي نظامه د ملاتړ اعلان ترڅنګ وويل چې د اسلامي امارت په راتګ سره يې ډېر مشکلات حل شوي او د امنيت ټينګښت، فساد او رشوت مخنیوي په برخه کې اقدامات د ستاينې وړ دي.

د يادو ناحیو علماو او استازو په جوماتونو او مدرسو کې د اوبو او برېښنا نشتوالي او په مدرسو او ښوونځيو کې د استاذانو کمښت د مساجدو د ملا امامانو د معاشاتو او مؤذنینو نشتوالی اساسي ستونزې يادې کړې او د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو له رئيس څخه یې وغوښتل تر څو د دوی ستونزو حل په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي محمد اسحق اخندزاده د علماء کرامو او قومي مشرانو ستونزې واورېدې، له خپل لوري يې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د ولس ستونزو د حل په برخه کې په مخلصانه توګه هڅې وکړي.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل او د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.