یو باب حویلۍ خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه

یو باب حویلۍ خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسی او تحت تامین ریاست نن دوشنبه (ربیع الثاني ۲۹ - لړم۲۲) یو باب حویلۍ چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان سیمې لسم سړک کې موقعیت لري خپل اصلي څښتن ته وسپارله.
یاد کور د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست د بررسۍ وروسته د ګذر وکیل او د لسمې حوزې د امنیتي مسئولینو په حضور کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.
خلیل احمد نادم چې د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی او ددې کور اصلي مالک دی د کور د تسلیمۍ وروسته یې د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه.
د یاد ریاست د مسکوني او غیر مسکوني منازلو د سندونو د تحلیل مسئول عبدالولي حامد وویل د چارو ادارې لوی ریاست د منازلو او جایدادونو د بررسۍ او تحت تامین ریاست هڅه کوي تر څو حق حقدار ته ورسېږي هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې یې شاوخوا ۱۱۴ کورونه خپلو اصلي مالکانو ته تسلیم کړي دي.