د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب له شهید څلورلارې څخه د قصبې سرک پورې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي د سرک د ساختماني چارو پروژې لومړی لاټ چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/KM/1401/W-005/Rebid ده، افغان بلدرز کنسرشیوم شرکت چې د پکتیا ولایت ګردیز ښار د ۵۴ نمبر کور کې موقعیت لري، په مجموعي ډول 175،581،620.8 (یو سلو پنځه اویا میلیونه پنځه سوه، یو اتیا زره شپږسوه شل اعشاریه اته) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري؛ کولای شي د دې اعلان له نشر څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې دې د تدارکاتو د ۵۰ مادې د احکامو مطابق ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کولو وروسته به قرارداد منعقد شي.