د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سر تړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د برق 28 کانکریټي او اوسپنيزو پايو لپاره د 8 قلمه خامو موادو تجهيزاتو، تارونو، ميټر بکس او 22 قلمه د اوسپنيزو الاتو د تولید براکټ درې لاټونو پروژه.

د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/G-036/NCB
بانکي تضمين:
لومړی لاټ: 600,000 (شپږ سوه زره افغانۍ)
دويم لاټ: 50,000 (پنځوس زره افغانۍ)
دريم لاټ: 200,000 (دوه سوه زره افغانۍ)
د افرگشایي ناسته:‍‍ د ۱۴۰۲ لمريز کال د ليندۍ ۱۳ مه، له غرمې مخکې9:00 بجې.
د اړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.