د چارو ادارې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې دریمه غونډه وکړه

د چارو ادارې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې دریمه غونډه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله د قراردادونو د تصفیې او تفکیک غونډه کې وویل زمونږ موخه د چارو ادارې په قرادادونو کې شفافیت دی او تر خپل توان پورې به د کارونو د کمیت او کیفیت ته پام کېږي.

نن یکشنبه (د ربیع الثاني ۲۷مه/ لړم ۲۱مه) د چارو ادارې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې غړو د ۱۸ کار شویو او ۵۲ عقد شویو پروژو ګزارش غونډې ته وړاندې کړ او د کمیټې غړو د یادو پروژو په اړه بحث او نظريات تبادله وکړه.

غونډه کې د تدارکاتو او قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې رئيس مولوي عبدالباري عاطف وویل د چارو ادارې د ټول ریاست وړاندیزونه او نظريات د پروژو د لا ښه والي لپاره په پام کې نیول کېږي.

همدارنګه د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال وویل؛ په چارو کې باید عدالت په نظر کې ونیول شي، د چا حق ضایع نشي او هغه کسان چې په مخلصانه توګه خپلې چالې پر مخ وړي باید تقدیر کړل شي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کارپوهانو نظرونه او وړاندیزونه دې د چارو ادارې د پروژو د ښه والي په موخه را ټول او تائيد لپاره دې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه؛ د خير په دعا پای ته ورسېده.