یو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

یو باب کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د تحت تامین ریاست له لوري نن (یکشنبه ربیع الثاني ۲۸مه/لړم ۲۱مه) د کابل ښار نهمې ناحیې څلورم مکرویانو سیمه کې یو څلور اطاقه کور خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.

یاد کور د چارو ادارې لوی ریاست د تحت تامین ریاست له لوري د بررسۍ وروسته د ګذر وکیل او د نهمې حوزې د امنیتي مسؤلينو په حضور کې خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.

د کور د اصلي څښتن شرعي وکیل «صلاح الدین د سید علي اکبر زوی» د کور له تسلیمېدو وروسته له اسلامي امارت څخه مننه وکړه.

د یاد ریاست د مسکوني او غیر مسکوني منازلو د اسنادو د تحلیل مسئول عبدالولي حامد وویل؛ د چارو ادارې لوی ریاست د جایدادونو او منازلو د تحت تامین ریاست تل هڅه کوي خپل اړونده چارو ته لا چټکتیا ورکړي ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهيسې تر ۱۰۰ زیات کورونه خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.