يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
                                              يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو 
د ا.ا.ا. چارو ادارې لوی رياست د کورنو پلټنې او د جايدادونو تحت تأمين رياست (نن شنبه د ربيع الثاني ۲۷مه/ لړم۲۰مه) يو باب کور چې د کابل ښار د پل سرخ په سيمه کې موقعيت لري خپل اصلي مالک ته وسپاره. 
ياد کور د چارو ادارې د کورونو د پلټڼې او جايدادونو تحت تأمين رياست له پلټنې وروسته د درېيمې امنيتي حوزې، استخباراتو او د ګذر وکيل په وړاندې اصلي مالک ته يې وسپاره. 
د کور له سپارلو وروسته خليل احمد د نورالحق زوی د خپلو وارثينو په استازيتوب د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه وکړه. 
د تحت تأمين او رفع تأمين د یاد شوي رياست مسؤل مولوي محمد شفيق حقاني وویل د چارو ادارې د کورونو د پلټنې او جایدادونو تحت تأمين رياست هڅه کوي چې حق خپل حقدار ته ورسوي او د اسلامي امارت له بيا ځل حاکمېدو وروسته تر سلو زيات کورونه د هغوی اصلي مالکينو ته تسليم کړي دي.