د لومړۍ شمېرې تعدیل خبرتیا

د لومړۍ شمېرې تعدیل خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب چې مخکې یې لاندې پروژه داوطلبۍ ته سپارلې وه چې اوس تعدیل شوې ده.
داوطلبان کولای شي لومړۍ شمېره تعدیل د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه د شرطپاڼې کې درج شویو شرایطو، لومړۍ شمېرې تعدیل او له داوطلبۍ مخکې د غونډې راپور او د تدارکاتو د طرزالعملونو او اصولو مطابق په سرتړلي شکل په شرطپاڼه کې درج شویو شرایطو ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
د پروژې عنوان: د قلعه شانان د سړک ساختماني پروژه، له قلعه زمان خان څخه د کابل جلال اباد سرک سره د نښلون او پلونو په شمول د لومړي لاټ پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/NCB/1402/W-20
د افر پرانیستې غونډه: د ۱۴۰۲ لیندۍ ۴مه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې
ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست مرمرینې ماڼې ته څېرمه، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان