د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار دویمې او درېيمې ناحیې استازيو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار دویمې او درېيمې ناحیې استازيو سره وليدل

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د د نوموړو ناحیو له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره د دې ناحیو د ستونزو حل په اړه وکتل.

دا غونډه نن پنجشنبه «د ربیع الثاني۲۵ مه/ تلې ۱۸ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې د يادو ناحیو قومي مشرانو، ګذر وکيلانو او علماء کرامو په هېواد کې د امنیت ټینګښت، بیارغونې، د زورواکۍ او بې قانونۍ نه شتون هرکلی وکړ او خپل ستونزې یې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست رهبرۍ سره شریکې کړې.

د دویمې او درېیمې ناحیو استازو په جوماتونو کې د ځینو ستونزو، د اوبو او برښنا، نشتوالی، په مدارسو او ښوونځيو کې د استاذانو کمبود له خپلو اساسي ستونزو څخه یاد کړل او د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست څخه یې وغوښتل تر څو د دوی ستونزو ته اړینه پاملرنه وکړي.

ښاغلي اخندزاده د استازو څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت سره همکاره واوسي او خپل مشروع وړاندیزونه او غوښتنې دې د چارو ادارې فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست سره شریکې کړي.

همدارنګه د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د نوموړو ناحیو علماوو او استازو ته ډاډ ورکړ چې د دیني مدارسو او مساجدو د ستونزو د حل په اړه یې اسانتياوې په پام کې نیولي او د دې ناحیو ستونزې به د حل په موخه د رهبرۍ مقام سره شریکې کړي.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.