د شرطپاڼې لومړي تعديل خبرتيا

 

د شرطپاڼې لومړي تعديل خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست کابل ښاروالۍ په استازیتوب چې مخکې يې لاندې پروژه د داوطلبۍ اعلان ته سپارلي وه، چې په شرطپاڼه کې یې تغيرات راغلي دي، ښاغلي داوطلبان کولی شي چې د شرطپاڼې لومړۍ شېره  تعدیل د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د ملالۍ څلور لارې د جنوب له لوري تر حلقوي سرک پورې د (45)متره سرک د (1325) مترہ په مساحت د سرک جوړولو چارې.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/NCB/1402/W-12/Rebi
د افرګشايي ناسته: د 1402 لمريز کال د لړم 30 مه، له غرمې مخکې10:00بجې.
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.