د داوطلبۍ اعلان

د داوطلبۍ اعلان
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو په دې داوطلبۍ کې ګډون او د شرطپاڼې سافت د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو او تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو مطابق په سرتړلي شکل د اعلان خپرېدو څخه د افر پرانیستې تر نیټې پورې دې ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د (۹لاټ) د ملي دفاع وزارت د ساحوي قول اردوګانو او مرکزي جزوتامونو او قطعاتو د اړتیا وړ د پطړول او ډیزل تیلو د تدارکاتو پروژه
(لومړی لاټ: مرکزي جزوتامونه او قطعات،
دویم لاټ، د خالد ابن ولید ۲۰۱ قول اردو،
دریم لاټ، منصوري ۲۰۳ قول اردو،
څلورم لاټ، البدر ۲۰۵ قول اردو،
پنځم لاټ، الفاروق ۲۰۷ قول اردو،
شپږم لاټ، الفتح ۲۰۹ قول اردو،
اووم لاټ، عزم ۲۱۵ قول اردو،
اتم لاټ، عمري ۲۱۷ قول اردو،
او نهم لاټ، عمر ثالث ۲۱۹ قول اردو)
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1402/NCB/G-002/Rebid
د افر پرانیستې نېټه: د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ/ قوس ۲مه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
برښنالیک: npd.bidding2@gmail.com
ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست مرمرینې ماڼې ته څېرمه، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل - افغانستان